د اپوزیشن نه یوه پوښتنه؟ | فیضیات - بحراللہ آفریدے
#د_اپوزیشن_نه_یوه_پوښتنه؟
لیکوال: بحراللہ آفریدے
ما دا پوښتنه تر دې وړاندې هم کړې وه، خو اوس یې اهمیت نور هم زیات شوے دے. لکه څنګه چې اپوزیشن فکر کوي، زه هم دا باور لرم چې عمران خان یو نالایق، ناجایز، بېکفایته، جعلي، سیلیکټډ او کټپتلي وزیراعظم دے. عمران خان له خپلو ټولو ژمنو او نعرو څخه شاته شوے دے. دا خبره په ډاګه کوي چې که په عمران خان کې لږ هم د لید لرلو وړتیا، سنجیدګي، او د حکومت د چلولو پوها وے، نو هېڅکله به یې دا ډول لوړې دعوې نه کولې. یا دا چې ده هم د تېر حکمرانانو په څېر، د پاکستانی اولس احساسات عمداً استعمال کړي دي.
اوس چې دے خپله مني: "موږ ته یوازې د حالاتو د سم درک لپاره دوه کاله پکار شول" – نو له دې نه به د نااهلۍ بل لوی ثبوت څه وي؟ سره له دې، د PTI ډېرے کارکونکي لا هم دا هیله لري چې شاید یو معجزه وشي او هر څه به سم شي – سره له دې چې دوی ته معلومه ده چې د عمران خان کابینه له نورو ګوندونو نه راغلو لوټو نه ډکه وه، چې ډېرے یې لا هم د فساد مقدمو سره مخ دي.
بل طرف ته، د اپوزیشن ټول سیاست د عمران خان د همدې کمزوریو پر غځولو ولاړ دے، او د همدې طریقې له لارې دوی تر ډېره حده د اولس ملاتړ هم ترلاسه کړے دے. ټولو ته معلومه ده چې ګرانۍ، بېروزګارۍ او غربت بېساری حد ته رسېدلي دي. د هېواد بهرنۍ پورونه څو چنده زیات شوي دي. د ژوند اساسي شیان د ۱۰۰ نه تر ۵۰۰ فیصده پورې ګرانه شوي دي. د امن و امان حالت ورځ تر بلې خرابېږي.
د اپوزیشن مشران بیا بیا د همدې ستونزو یادونه کوي او پر همدې بنیاد له عمران خان نه استعفی غواړي. خو زما پوښتنه دا ده: ایا د عمران خان له استعفی سره به د پاکستان ټولې ستونزې حل شي؟
زما په نظر، جواب یې "نه" دی – ځکه چې د ټولو ستونزو اصلی لامل د پاکستان خراب اقتصادي حالت دے، او تر اوسه پورې اپوزیشن د دې د حل لپاره هېڅ حقیقي پلان نه دی وړاندې کړے.
ایا اپوزیشن کې داسې څوک شته چې د پاکستان د اقتصادي بحران د ختمولو لپاره کومه نسخه ولري؟ که اپوزیشن له اولس سره ریښتینے دے، نو دوئې ته پکار دي چې تر ټولو اول یو جامع او عملي اقتصادي پلان وړاندې کړي. یوازې له دې وروسته دې د عمران خان نه د استعفی غوښتنه وکړي.
فرض کړئ چې عمران خان استعفی ورکړي او اپوزیشن واک ته ورسېږي، نو دوئې به د هېواد پورونه څنګه ادا کوي؟ ګرانۍ به څنګه کنټرولوي؟ ایا دوئې به هم د عمران خان په څېر پخوانیو حکومتونو ته ملامتي واچوي؟
عمران خان د اقتصاد سمولو په نوم دوه کارونه وکړل:
1. نور پورونه یې واخیستل.
2. د ګرانۍ طوفان یې راواچاوو.
خو د حالاتو د سمولو پر ځای، ده لا نور هېواد د تباهۍ کندې ته کش کړ.
اوس که همدا دایره بیا تکرار شي – یعنې اپوزیشن هم د عمران خان لاره خپله کړي (او زه باور لرم چې همداسې به وشي، ځکه دوی هم کوم پلان نه لري او ټول ملامتي به پر عمران خان واچوي) – نو نتیجه به ډېر خطرناک وي. پاکستان ممکن دیوالیه شي او ښایي کورنۍ جګړې ته لار هواره شي. او دا هغه سناریو ده چې IMF او World Bank غوندې مالي ادارې یې کلونه کلونه انتظار کوي. خداي دې دا حال زموږ هېواد ته نه راولي!
د دې حالت مخنیوے یوازې یوه لاره لري: اپوزیشن باید سمدستي یو پراخ او عملي اقتصادي بیا رغنیز پلان جوړ کړي. دوئې ته پکار دي چې له لوړ پوړو اقتصاد پوهانو سره ناستې وکړي، یو مضبوط او واقعي پلان جوړ کړي، او ولس ته یې وړاندې کړي. یوازې همداسې به د عمران خان له استعفی غوښتنه معقول ښکاري، او اولس به پر اپوزیشن د باور کولو دلیل ولري.
خو که اپوزیشن یوازې د عمران خان کمزورۍ بیانوي او د حل لپاره هېڅ ډول اخلاص یا پلان نه لري، نو دا دا مانا لري چې دوئې هم د اولس سره صادق نه دي، او یوازې غواړي چې اقتدار تر لاسه کړي څو خپل پخواني جرمونه او فساد پټ کړي – ځکه چې دوئې مخکې هم څه خاص خدمت نه دے کړے چې اوس دې ولس بېرته باور پرې وکړي.
او که عمران خان د دومره لوړو نعرو او وعدو سره سره اقتصادي ناکامي تجربه کړه – نو اپوزیشن هم خامخا د آله دین څراغ نه لري چې هر څه دې په شپه کې سم کړي.
پایله: دا ده چې که زموږ د ملي امنیت په ادارو کې داسې اشخاص موجود وي چې د دې وطن د خیر اندېښنه لري، نو هغوئې باید د حالاتو له کنټرول نه وتلو وړاندې مداخله وکړي. د اسلامي اصولو پر بنیاد، ټول تعصبونه او ظلمونه باید ختم شي. هېواد باید د فاسدو، طمعهکارو او خاینو عناصرو له منګولو خلاص شي، تر څو پاکستان د بریا پر روښانه لاره روان شي.
یادونه: دا لیکنه اصلاً په اردو ژبه لیکل شوې او د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه د روزنامه شهباز، پېښور، په پاڼه خپره شوې وه.
#فیضیات

This article was originally written in Urdu and was published in Daily Shahbaz Peshawar on 28 February,2021.
ReplyDeleteder zabardast
ReplyDeleteManam de sir g. salor kala ps hum hagha haal dy.
ReplyDeletestaso lek me der khwakh dy
ReplyDelete