فضایي آلودګي ـ که وژونکی زهر! | فیضیات از بحرالله افریدے
فضایي آلودګي - که وژونکی زهر!
لیک: بحرالله افریدے
د ژوند لپاره انسان ته درې شیان ډېر ضروري دي: خوراک، اوبه او هوا یعنې آکسیجن. که یو څوک زموږ په خوراک یا اوبو کې زهر ګډ کړي، نو دا کار مونږ د قتل هڅه ګڼو، او که د دې له امله څوک مړ شي، نو زهر ورکونکے قاتل بلل کېږي. پر داسې کس د قتل یا د قتل د هڅې مقدمه درجېږي. هغه بندي کېږي، د مقدمې پیروي کلونه نیسي. کله ناکله انصاف ترلاسه شي او کله د پیسو په زور انصاف هم خرڅېږي. که انصاف ور نه کړل شي، نو متاثره خلک قانون په خپل لاس کې اخلي او د خپل انصاف هڅه کوي، چې له امله یې ټولنه د بې ثباتۍ ښکار شي.
خو حیرانتیا دا ده چې هوا هم زموږ د خوراک یوه برخه ده، خو چې کله دا هوا زهرجن شي، نو پورته عکس العمل نه ښکاري، حال دا چې هر کال ګڼ شمیر خلک د همدې له امله مري. له فابریکو او کارخانو څخه وتونکے زهرجن لوګے هوا ککړوي او د سږو د سرطان سبب ګرځي، چې بالاخره د مرګ سبب ګرځي.
حکومت د ککړتیا (آلودګئ) د مخنیوي په موخه کله د "بلین ټري سونامي" پروګرام پیلوي، کله د "یو بشر، دوه شجر" تر سرلیک لاندې ویناوې او د عکسونو سیشنونه جوړوي. د دغو پروګرامونو لپاره د غریب هېواد کروړونه روپۍ لګول کېږي، خو عملي اقدامات تقریباً نه تر سترګو کېږي.
تېرې اوونۍ هم د خیبر ضلعې په باړه تحصیل کې یو داسې پروګرام وشو، چې پکې ایم این اې اقبال افریدي وویل چې د وزیراعظم عمران خان "کلین اینډ ګرین" کمپاین زموږ د ماحول ساتنه، د آلودګئ له منځه وړل، د ایکو سیسټم ښه والي او د موسمي بدلونونو سره د مقابلې لپاره یو فکر دے، چې له ګټو به یې راتلونکې نسلونه برخمن شي. دا کمپاین پاکستان ته د ونو نعمت او د طبیعت ښکلا بښي.
په هماغه موقعه د خیبر ډپټي کمشنر، منصور ارشد وویل چې شنهوالے زموږ لپاره د ژوند او مرګ مسله ده. که موږ ونې و نه کرو، نو پاکستان به وچه دښته شي. انسان او نباتات یو پر بل تکیه لري. ونه انسان ته آکسیجن ورکوي.
که څه هم د خیبر لپاره د منصور ارشد حیثیت نوے دے، خو د دې پروګرام پر مهال شاید هغه ته د باړې زهرجنه آکسیجن احساس نه شو، کنه باید هغه د غیرقانوني فابریکو یادونه هم کړې وائے، کومې چې ورځ تر بلې آکسیجن زهرجنه کوي.
ایم این اې اقبال افریدي هم تراوسه پدې برخه کې کوم عملي ګام نه دے اخیستے، حال دا چې دے مسؤل شخصیت دے، که پدې اړه په قانون کې نیمګړتیا وي، نو د هغه د اصلاح لپاره د قانون جوړونې مسؤلیت هم دے لري.
تر ټولو د خواشینۍ خبره دا ده چې همدغه ضلعي افسران د ککړتیا (آلودګئ) د مخنیوي په نوم پر غریبو دوکاندارانو د شاپر تلاشي لګوي، پر ريړې والاو باندې (ميوه يا سبزي خرسوونکو) د لاؤډسپېکر غږ بندوي، خو په لویه کچه د زهرجن ګیس خپرونکو پرضد هېڅ کار نه کوي. دا فابریکې د ټولنې لپاره ډېر خطرناکې دي، او د دوی بېاحتیاطي تر هغو غریبو زیات ده.
کله چې یو څو ټولنیز فعالان پدې اړه غږ پورته کړي، نو د دې فابریکو ملاتړي هڅه کوي موضوع بلې خوا ته بوځي، او وايي چې دې فابریکو سلګونه ځوانان ته روزګار ورکړے دے. که حکومت دا فابریکې وتړي، نو همدا ځوانان به بې روزګاره شي، نشه يي یا مجرم به شي، نو مونږ خو د خلکو لپاره احسان کړے دے.
هغوی ته دا خبره درک کول پکار دي چې که څه هم صنعت د روزګار لپاره مهم دے او موږ هم غواړو چې زموږ صنعتونه پرمختګ وکړي، خو دا هېڅ منل کېدونکے نه ده چې د څو سوه خلکو روزګار لپاره د زرګونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کړو. که دا صنعتونه د خپل ګټې یو کوچنے برخه د ضروري وسایلو او د فلټریشن سیستم لپاره ځانګړے کړي، نو دا مسله حل کېدای شي، خو ښايي دا عمل د دوی د خزانې لپاره خطر وګڼل شي.
په دې برخه کې د باړې ایم پي اې شفیق افریدي کردار هم د سوال لاندې راځي، ځکه چې د ده د دفتر پر شاوخوا هم تل د لوګي تور بادلونه موجود وي، سره له دې چې دے په نورو کارونو کې ډېر فعال ښکاري.
خلاصه:
داسې نر او سنجیده حکومتي او انتظامي مشران پکار دي چې د فضایي ککړتیا د مخنیوي لپاره کلک ګامونه واخلي، او ټول هېواد کې چېرته هم غیرقانوني فابریکې وي، هغو ته د قانون تابع کړي. که نه، ویره دا ده چې خلک به د هوا زهرجنېدو ته د اقدامِ قتل په سترګه وګوري او د قانون پر ځائے خپله عدالت ته لاس وروړي.
یادونه: دا لیکنه اصل کې په اردو ژبه لیکل شوې وه او لومړی ځل د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۷مه نېټه د روزنامه شهباز، پېښور په ورځپاڼه کې خپره شوې وه.
فیضیات, بحرالله افریدے, فضايي ککړتیا, ماحولیات, خیبر, باړه, پښتو کالم

Comments
Post a Comment